روسیې او اوکراین،سره هوکړه کړې چې د یو بل سره به هر یو ۱۰۰ جګړهییز بندیان تبادله کړي؛ دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د درې ورځني اوربند د هوکړې یوه برخه ده چې اوس د عملي کېدو په مرحله کې دی.
روسیې مخکې هم د نازي آلمان د ماتې د کلني مراسمو په لړ کې د اوربند غوښتنه کړې وه دا مراسم هر کال د مسکو په سور میدان کې د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره کېږي.
ولادیمیر زلنسکي، د اوکراین ولسمشر، اعلان کړی چې د دې مراسمو پر مهال یې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د مسکو په سور میدان هېڅ برید ونه کړي.
ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، مخکې ویلي و چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوربند هوکړه د هغه په غوښتنه رامنځته شوې ده. هغه ټینګار کړی و چې دا اوربند به د ټولو پوځي فعالیتونو د درولو او همدارنګه د دواړو خواوو څخه د بندیانو د تبادلې شامل وي.
وروسته له دې څرګندونو، ولادیمیر زلنسکي د اوکراین دې پلان برخه اخیستنه تایید کړه، او د روسیې دولتي رسنیو هم خبر ورکړ چې مسکو له دې وړاندیز سره موافقه کړې ده.
سره له دې چې موافقه اعلان شوې، د روسیې او اوکراین چارواکو مخکې یو بل تورن کړي و چې د بریدونو دوام یې کړی. همدارنګه د مسکو ښاروال د ښار پر وړاندې د شپې مهال د بې پيلوټه الوتکو بریدونو خبر ورکړی و.
ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې د دې موافقې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې شخصاً د درې ورځني اوربند غوښتونکی و، او د ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زلنسکي له موافقې څخه یې مننه یې کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








