د امريکا هوايي ځواک اعلان کړی چې د «نورتروپ ګرومن سېسټمز» شرکت ته يې د اېف–۱۶ جنګي الوتکو د رادارونو لپاره د اوږدمهاله انجنيرۍ او تخنيکي ملاتړ قرارداد ورکړی دی.
د دې تړون ارزښت شاوخوا ۴۸۸ میلیونه ډالره ښودل شوی، چې له مخې به ياد شرکت د الوتکو د راداري سيسټمونو ساتنه، تخنيکي پرمختګ او اړوند انجنيرۍ چارې پر مخ وړي.
د معلوماتو له مخې، دا پروګرام يوازې په امريکا پورې محدود نه دی، بلکې د هغو هېوادونو الوتکې هم پکې شاملې دي چې اېف–۱۶ جنګي الوتکې کاروي، چې پاکستان هم پکې راځي.
امريکايي چارواکي وايي، د دې تړون موخه د الوتکو د عملياتي وړتيا لوړول، د رادارونو عصري کول او د اوږدمهاله تخنيکي ملاتړ ډاډمن کول دي.
اېف–۱۶ جنګي الوتکې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کارول کېږي او د هغوی د تخنيکي سيسټمونو ساتنه د هوايي ځواک د چمتووالي لپاره مهمه ګڼل کېږي.
لیکواله:سعید سمیر








