د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښور کې د دوی کونسلګري به په تدریجي ډول وتړل شي او د خیبر پښتونخوا اړوند ډیپلوماټیک مسؤلیتونه به له دې وروسته په اسلاماباد کې د امریکا سفارت له لارې پر مخ یووړل شي.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د ډیپلوماټیکو کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب او د سرچینو د لا اغېزمن مدیریت په هدف ترسره کېږي.
واشنګټن ټینګار کړی چې په پاکستان کې به خپل ډیپلوماټیک حضور د اسلاماباد، کراچۍ او لاهور د استازوالیو له لارې دوامداره وساتي او له پېښور سره به د ځایي مسوولینو په کچه تعامل هم روان وي.
که څه هم د امریکا چارواکي دا پرېکړه د اداري او مالي موثریت برخه ګڼي، خو یو شمېر شنونکي باور لري چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت خرابوالی د دې کونسلګرۍ د تړلو تر ټولو مهم علت دی.
امریکا همدارنګه ویلي چې د پېښور د فزیکي حضور له کمېدو سره سره به د پاکستان په اړه د دوی ستراټیژیک لومړیتوبونه بدل نه شي.
لیکوال:سعید سمیر








