رویټرز خبري اژانس په امریکا کې د اسراییل د سفیر، یحیئیل لایتر، له قوله راپور ورکړی چې امریکا، اسراییل او لبنان د یوې درېاړخیزې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړی دی.
د لایتر په وینا، دغه چوکاټ د عملي اقداماتو پر بنسټ جوړ شوی او موخه یې د اسراییل او لبنان ترمنځ د اړیکو پرمختګ دی. هغه وویل، اسراییل له لبنان سره د «ریښتینې سولې» غوښتونکی دی.
د اسراییل سفیر ادعا وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت او له هغه سره تړلو وسلهوالو ډلو هڅه کړې چې د دې هوکړې بهیر ګډوډ او د خبرو اترو مخه ونیسي.
تر اوسه د لبنان حکومت او د ایران اسلامي جمهوریت د دغو څرګندونو او د یادې درېاړخیزې هوکړې د چوکاټ په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








