د امریکا د انرژۍ وزارت اړوند د ملي اټومي امنیت ادارې اعلان کړی، چې له وینزویلا څخه یې ټول پاتې لوړ غني شوي یورانیم امریکا ته لېږدولي دي. د امریکايي چارواکو په وینا، دغه ۱۳.۵ کیلوګرامه یورانیم د وینزویلا له یوه پخواني څېړنیز اټومي ریکټور څخه را ایستل شوي او د سمندر او له ځمکنۍ لارې امریکا ته انتقال شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا عملیات د امریکا، بریټانیا، وینزویلا او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ګډه همغږۍ ترسره شوي دي. امریکايي چارواکي وايي، یاد اقدام د اټومي ترهګرۍ د خطر د کمولو او نړیوال امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي.
راپورونه زیاتوي، چې انتقال شوي یورانیم اوس د امریکا د «ساوانا ریور» مرکز ته رسول شوي، څو هلته پرې تخنیکي پروسس ترسره او بېرته ترې استفاده وشي.
لیکوال:سعید سمیر








