TOOSnews
اعلان
د هند د لوېدیځې سینما اتحادیې د رنویر سېنګ د تحریم غوښتنه وکړه.
کلتور او هنرټوس نیوز

د هند د لوېدیځې سینما اتحادیې د رنویر سېنګ د تحریم غوښتنه وکړه.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رنویر سېنګ، د بالیووډ مشهور ستوری، د «ډان ۳» فلم له جوړوونکو سره د اختلاف وروسته د هند د لوېدیځ سینما صنعت د کارکوونکو د اتحادیې له غبرګون سره مخ شوی دی. دغې اتحادیې له خپلو غړو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې له دغه لوبغاړي سره همکاري ونه کړي.

د اتحادیې د اعلان له مخې، رنویر سېنګ د فلم‌بردارۍ له پیلېدو یوازې څو اوونۍ مخکې ناڅاپه له پروژې څخه د وتلو پرېکړه کړې ده. د اتحادیې مسؤلینو ویلي چې دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې تولیدوونکو له دې وړاندې د مخکېنیو چمتووالي پړاوونو لپاره شاوخوا ۴۵۰ میلیونه روپۍ، چې نږدې ۴.۷ میلیونه ډالره کېږي، لګولي وو.

د هند د لوېدیځې سینما صنعت د کارکوونکو د اتحادیې مشر د فلم جوړونې په صنعت کې د مسلکي اصولو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د رنویر سېنګ پر ضد د «همکارۍ نه کولو» پرېکړه تر هغې نافذه ده څو نوموړی رسمي وضاحت وړاندې نه کړي.

هغه زیاته کړه چې د دې اقدام موخه د سینما صنعت فعالانو ته د یوه روښانه پیغام رسول دي؛ دا پیغام چې «هیڅ ستوری د قوانینو او مسلکي ژمنو څخه لوړ نه دی.»

بل لور ته، رنویر سنګ تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو ځینې راپورونه وایي چې د هغه حقوقي او اداري ټیم د دې اتحادیې صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې اتحادیه د لوبغاړو د احضار یا پرې فشار راوستلو واک نه لري.

د «ډان» فلم لومړی ځل په ۱۹۷۸ کال کې د امیتاب باچن په لوبغاړتیا مشهور شو، او وروسته یې نوې نسخې د شاه رخ خان په ګډون جوړې شوې. د دې لړۍ په نوې نسخه کې د اصلي رول لپاره د رنویر سېنګ ټاکل کېدو د رسنیو او لیدونکو پراخه پاملرنه ځانته را اړولې وه.

رنویر سنګ، چې د پدماوت او د کوڅې هلک(ګلي بوای) په څېر فلمونو له لارې ډېر شهرت ترلاسه کړی، د بالیووډ د نوي نسل له تر ټولو محبوبو ستورو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.