د بدخشان ولایت سیمهییزو سرچینو ویلي دي چې لیلما، د هېواد محلي سندرغاړي، سلام مفتون میرمن، پنجشنبې، د غویي ۱۷ مه، د خپلې دندې پر لور د اشکاشم ولسوالۍ په بازار کې د وسلهوالو کسانو لخوا د ډزو هدف ګرځېدلې او وژل شوې ده.
د دغو سرچینو په وینا، لیلما په اشکاشم بازار کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارګاه کې دنده لرله چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې کار کاوه. هغه د ټپي کېدو وروسته د ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوې، خو د ټپونو د ژورتیا له امله یې ژوند له لاسه ورکړی.
سیمهییزو سرچینو همدارنګه ویلي چې لیلما د اسماعیلیه مذهب پیروه وه. دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د سیمې اوسېدونکو د امنیتي وضعیت او د لرې پرتو سیمو د ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کري.
تر اوسه پورې سیمهییزو چارواکو د دې برید د هدف او د ښکېلو کسانو د هویت په اړه کوم معلومات نه دي وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په ځینو ولایتونو کې د ورته پېښو راپورونه د عامه امنیت، په ځانګړي ډول د ښځو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








