د پنجشېر د اوسني ولايتي مسوولينو په وينا، سږ کال په دغه ولايت کې د ګیلاس مېوې ټوليز حاصلات ۱۳۰ ټنو ته رسېدلي دي.
د ولايتي ادارې چارواکي وايي، د ګیلاس د دې حاصلاتو يوه برخه به نړيوال بازارونو ته صادره شي، چې په کې چين، روسيه، ازبکستان او متحده عربي امارات شامل دي.
مسوولين ټينګار کوي چې د باغدارۍ د ودې، د کرنيزو توليداتو د زياتوالي او د صادراتو د پراختيا لپاره هڅې روانې دي، څو د پنجشېر د مېوو لپاره نړيوال بازارونه باید نور هم پراخ شي.
لیکوال:سعید سمیر








