د برېټانیا د دفاع وزارت ویلي، د دغه هېواد د شاهي سمندري ځواکونو درې غړي د ډېون ولایت د سورټن سیمې ته نږدې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د جون په درېیمه د سهار له څلورو بجو لږ مخکې د روزنیز تمرین پر مهال رامنځته شوې ده.
د شاهي سمندري ځواکونو ویاند ویلي، په ژورې خواشینۍ سره تاییدوي چې په دې پېښه کې د ځواکونو درې غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.
لیکوال:سعید سمیر








