TOOSnews
اعلان
نن د ولسي او حماسي شاعر مطيع اللّٰه تراب لومړى تلين دی.
کلتور او هنرټوس نیوز

نن د ولسي او حماسي شاعر مطيع اللّٰه تراب لومړى تلين دی.

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نن د ۲۰۲۶ کال د جولای ۱۵مه د افغانستان د مشهور ولسي او حماسي شاعر مطیع الله تراب د مړینې له لومړي تلین سره برابره ده.

تراب تېر کال، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۵مه، د زړه ناروغۍ له امله وفات شو. د هغه د مړینې پر مهال د هغه نږدې کسانو او ګڼو فرهنګي څېرو ویلي وو چې ناروغي یې د وروستیو کلونو د محدودیتونو، رواني فشارونو او سختو شرایطو له امله نوره هم شدیده شوې وه.

مطیع الله تراب د خپلو ولسي، حماسي او انتقادي شعرونو له امله د افغانانو ترمنځ ځانګړی محبوبیت درلود او شعرونو یې د هېواد د بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي حالاتو انځور وړاندې کاوه.

د هغه د مړینې د لومړي تلین په مناسبت ګڼو فرهنګیانو، شاعرانو او د هغه مینه‌والو د هغه یاد تازه کړی او نوموړی یې د پښتو ادب او ولسي شعر یو اغېزناک غږ بللی دی.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.