TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د ايران له لوري د ناسمو معلوماتو په اړه بښنه غوښتل شوې.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د ايران له لوري د ناسمو معلوماتو په اړه بښنه غوښتل شوې.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران چارواکو په پټه توګه د هغو «ناسمو معلوماتو» د خپرولو له امله له ده څخه بښنه غوښتې ده. د اکسیوس خبري راپور له مخې، ټرمپ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستی پیغام مثبت بللی او د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه خوشبیني ښودل شوې ده.

د اکسیوس راپور زیاتوي، ټرمپ د خپلې اېکس پاڼې له لارې اشاره کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې وروستي پړاو ته نږدې شوي دي. نوموړي ویلي، امکان لري دا هوکړه د روانې اونۍ په پای یا د راتلونکې دوشنبې په ورځ په رسمي ډول لاسلیک شي.

ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې د ایران استازو په شخصي ډول د هغو ناسمو معلوماتو له امله بښنه غوښتې چې مخکې خپاره شوي وو، او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په بهیر کې مثبت بدلون بللی دی.

که څه هم د احتمالي هوکړې دقیق جزییات تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو د عراقچي وروستیو څرګندونو او د ټرمپ غبرګونونه ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډدپلوماټیکې اړیکې نوي پړاو ته رسېدلي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.