د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې په هرمز تنګي کې د «د آزادۍ پروژې» پلي کول د لنډې مودې لپاره وځنډول شي. هغه دا موضوع په ټروت سوشال ټولنیزه شبکه کې مطرح کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د وروستیو بدلونونو په چوکاټ کې شوې ده.
ټرمپ د دې اقدام په اړه لیکلي چې د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ، او همدارنګه د هغه څه په اشاره چې «د اسلامي جمهوریت پر وړاندې پراخه پوځي بریا» یې بللې، دا پریکړه شوې ده. هغه همدا رنګه د تهران سره د یو جامع تړون د ترلاسه کولو په لور د پرمختګ یادونه هم کړې ده.
د امریکا ولسمشر په وینا، د دې پریکړې پر بنسټ، د سمندري محاصرې دوام به جاري وي، خو د هرمز تنګي کې « د آزادۍ پروژې» پلي کول به د لنډې مودې لپاره وځنډول شي څو د مذاکراتو لپاره شرایط برابر شي.
ټرمپ ټینګار کړی چې د دې لنډ مهاله ځنډ هدف دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت سره د وروستي تړون د لاسلیک امکان و ارزول شي او معلومه شي چې آیا شرایط د داسې تړون د امضا کولو لپاره برابر دي که نه.
لیکواله:سلیمه آریایي








