TOOSnews
اعلان
ټرمپ: د ايران له وړانديزه راضي نه يم، د هوكړې په اړه ډاډ نشته.
نړۍټوس نیوز

ټرمپ: د ايران له وړانديزه راضي نه يم، د هوكړې په اړه ډاډ نشته.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران له وروستي استول شوي وړاندیز څخه راضي نه‌ دی او دا وړاندیز د ده له تمې سره برابر نه دی. نوموړي ټینګار کړی، چې له ایران سره اړیکې لا هم د ټېلیفون له لارې روانې دي او دواړه لوري هڅه کوي د اختلافاتو لپاره حللار ومومي.

ټرمپ زیاته کړې، تر اوسه پورې ډاډه نه‌ دی چې له ایران سره به یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي، ځکه د خبرو بهیر لا هم پېچلی او له ننګونو ډک دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې د اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اټومي مسایلو پر سر اختلافات لا هم دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.