TOOSnews
اعلان
ترمب: كه ايران اتومي وسلي ترلاسه كري، اسراييل به په حو دقيقو كې له منځه ولاړ شي.
نړۍټوس نیوز

ترمب: كه ايران اتومي وسلي ترلاسه كري، اسراييل به په حو دقيقو كې له منځه ولاړ شي.

۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، نو اسراییل به «په څو دقیقو کې» له منځه ولاړ شي.

نوموړي دا څرګندونې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د اندېښنو په ترڅ کې کړې دي او ټینګار یې کړی چې د ایران احتمالي اټومي ځواک به نه یوازې اسراییل، بلکې ټوله نړۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي.

ټرمپ ویلي، نړیواله ټولنه باید د دې حالت د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي، ځکه چې د اټومي وسلو خپرېدل کولی شي نړیوال امنیت له ستر خطر سره مخامخ کړي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.