د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له واشنګټن څخه غوښتنه کړې وه چې اسراییل د بریدونو درولو ته وهڅوي. نوموړي زیاته کړې چې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي په اړه خبرې کړي دي.
ټرمپ په یوه مرکه کې چې له اسراییلي ۱۲م چینل سره یې کړې، ویلي چې ایران د دوشنبې په سهار امریکا ته پیغام ورکړی و چې نور به پر اسراییل برید ونه کړي او غوښتنه یې کړې وه چې واشنګټن هم اسراییل د بریدونو بندولو ته وهڅوي.
د نوموړي په وینا: «ایرانیانو موږ ته وویل چې نور به پر اسراییل برید ونه کړي او غوښتنه یې وکړه چې موږ اسراییل ته ووایو بریدونه ودروي. ما له بنیامین نتانیاهو سره اړیکه ونیوله او هغه مې ودراوه.»
ټرمپ همداراز ویلي چې هغه نتانیاهو ته خبرداری ورکړی و چې د اسراییل پوځي عملیات دې نه پراخوي، ځکه که وضعیت په بشپړې جګړې بدل شي، ښايي اسراییل په پای کې یوازې پاتې شي.
هغه ویلي: «ما ورته وویل چې ډېر پام کوه، ځکه ښايي ډېر ژر د ایران پر وړاندې یوازې پاتې شې.»
ټرمپ ادعا کړې چې د اسراییل د بریدونو د محدودولو په برخه کې بریالی شوی او زیاته کړې یې ده چې د سیمې ځینو هېوادونو ترې غوښتي وو څو د منځګړیتوب له لارې د جګړې د درولو او د یوې هوکړې د رامنځته کېدو لپاره پر نتانیاهو فشار راوړي.
لیکوال:سعید سمیر








