TOOSnews
اعلان
ډونالډ ټرمپ: له ايران سره جګړه پای ته رسېدلې، د کانګرس جواز ته اړتیا نشته.
نړۍټوس نیوز

ډونالډ ټرمپ: له ايران سره جګړه پای ته رسېدلې، د کانګرس جواز ته اړتیا نشته.

۱۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د آسوشیټډ پریس راپور پربنسټ، د امریکا حکومت استدلال کوي چې د ایران سره جګړه د اپریل میاشتې په پیل کې د اوربند له کبله پای ته رسیدلې ده او له همدې امله د کانګرس له خوا د جواز ترلاسه کولو لپاره قانوني الزاماتو ته اړتیا نه لري. دا دریځ د ځینو قانون جوړوونکو او کارپوهانو لخوا له نیوکو سره مخ شوی دی.

د دې راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ حکومت باور لري چې اوربند په حقیقت کې د جګړې د پای ته رسېدو معنا لري، او په دې بنسټ د ۱۹۷۳ کال د جګړې «صلاحیتونو قانون» پدې قضیه کې د تطبیق وړ نه دی. دغه قانون حکومت ته دا الزام ورکوي چې که چېرته نظامي عملیات تر ۶۰ ورځو زیات دوام وکړي، نو باید د کانګرس جواز ترلاسه کړي.

پېټ هېګسټ مخکې په امریکا د سنایې د اورېدنې په غونډه کې ویلي وو چې اوربند جګړه “ځنډولې” ده. د هغه په وینا، حکومت پر همدې بنسټ داسې ګڼي چې د ۶۰ ورځو مهلت شمېرل هم درېدلي دي.

همدارنګه، یو لوړ پوړی چارواکی ټینګار کړی چې دفبروري۲۸ مې راهیسې پیل شوې جګړي اوس پای ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړې چې د اپریل په ۷مه نېټه د اوربند له پیل راهیسې، د امریکا او ایران ترمنځ د هېڅ ډول ډزو تبادله نه ده شوې.

په هر صورت، د آسوشیټډ پریس راپور وايي چې که څه هم اوربند تمدید شوی، خو وضعیت په سیمه کې لا هم د ځینو ستونزو سره مخ دی. د راپور له مخې، ایران د هرمز د تنگي کنټرول ساتلی دی او په بدل کې، د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا د ایران د تېلو د صاداراتو د مخنیوي لپاره محاصره ترسره کیږي.

د جګړې د صلاحیتونو قانون له مخې، ټرمپ باید تر ټاکل شوي مهلت پورې یا د کانګرس جواز ترلاسه کړی وی یا یې باید نظامي عملیات پای ته رسولي وی؛ که څه هم په دغه قانون کې د ۳۰ ورځو د تمدید امکان هم شته. دا موضوع اوس د امریکا د حکومت او کانګرس ترمنځ د اختلافاتو یوه لویه موضوع ګرځېدلې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.