سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د نیویارک–نیو جرسي په لوبغالي کې د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ د فوټبال نړیوال جام پایلوبه له نږدې وګوري. دا خبر د سپینې ماڼۍ چارواکو په رسمي توګه اعلان کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د دغو سیالیو په اړه ویلي، د ډونالډ ټرمپ ګډون به د هغو سیالیو پای وي چې د هغې په وینا، «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېر تماشاچي لرونکی، تر ټولو خوندي او تر ټولو بریالی نړیوال جام» دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې همداراز ویلي چې ډونالډ ټرمپ به د جمعې په ورځ په نیویارک ښار کې د ټرمپ په برج کې د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په رسمي مراسمو کې هم ګډون وکړي. دغه مراسم د فوټبال نړیوال جام له رسمي پروګرامونو څخه دي.
کارولین لیویټ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا ولسمشر به په پایلوبه کې د کومې لوبډلې ملاتړ وکړي، څه ونه ویل او زیاته یې کړه چې خبریالان کولی شي دا پوښتنه په مستقیم ډول له ډونالډ ټرمپ څخه وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








