TOOSnews
اعلان
د ټرمپ استازی: د پخواني طالب قوماندان زنداني کېدل یرغمل نیوونکو ته یو څرګند پیغام دی.
نړۍټوس نیوز

د ټرمپ استازی: د پخواني طالب قوماندان زنداني کېدل یرغمل نیوونکو ته یو څرګند پیغام دی.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د ولسمشر د یرغملو د چارو ځانګړي استازي، اډم بولر، ویلي چې د طالبانو د پخواني قوماندان حاجي نجیب‌الله محکومیت د یرغمل نیونې د عاملانو او د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو لپاره یو واضح پیغام لري.

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې یرغمل نیونه د مذاکراتو وسیله نه ده، بلکې یو جنایي عمل دی او عاملان یې باید د خپلو کړنو ځواب ووایي.

په اعلامیه کې راغلي،هغه کسان چې امریکایي وګړي تښتوي او د هغوی کورنۍ له کړاو او اندېښنې سره مخ کوي، ژر یا وروسته به د خپلو کړنو له پایلو سره مخ شي.

اډم بولر همدارنګه ویلي چې دغه حکم د داسې جرمونو د عاملانو د تعقیب په برخه کې د امریکا د ژمنې څرګندونه کوي او واشنګټن به د عدالت د پلي کېدو او د قربانیانو په استازیتوب د حساب اخیستنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

حاجي نجیب‌الله، د طالبانو پخوانی قوماندان، د امریکایي خبریال ډېوېډ روډ او د هغه د دوو ملګرو د تښتونې په قضیه کې د لاس لرلو په تور د نیویارک یوې محکمې له خوا د ۴۲ کلونو بند په سزا محکوم شوی دی.

امریکایي چارواکو دغه حکم د یرغمل نیونې پر ضد د دوامدارو هڅو او د ورته جرمونو د عاملانو د محاسبې د بهیر یوه برخه بللې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.