د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد دوه پخواني د دفاع وزیران د فساد او رشوت اخیستلو په تور د چین د پوځي محکمې له خوا د مشروط اعدام سزا ترلاسه کړې ده.
د راپورونو له مخې، وی فنگه او لی شانګفو د پنجشنبې په ورځ د پوځي محکمې د محاکمې وروسته دوه کاله مشروط اعدام ته محکوم شول.
شینهوا خبري اژانس خبر ورکړی چې د چین د قوانینو له مخې، دغه احکام د دوه کلونو تېرېدو وروسته، پرته له دې چې سزا کمه یا مشروطه خوشې شي، به عمري قید ته واړول شي.
محکمې دواړه پخواني چارواکي د رشوت اخیستلو په جرم ګناهکار وبلل او د دوی د شخصي شتمنۍ د ضبطولو حکم یې هم صادر کړ.
د دې دواړو پوځي چارواکو د محکومیت خبر په داسې حال کې خپور شوی چې د چین حکومت په تېو میاشتو کې څو لوړپوړي پوځي چارواکي د فساد پر ضد د پراخې مبارزې په چوکاټ کې له خپلو دندو لرې کړي دي.
وی فنگه د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۳ پورې د چین د دفاع وزیر و او د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې یې دنده لی شانګفو ته وسپارله.
د لی شانګفو د وزارت دوره لنډه وه، او هغه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې، دوه میاشتې وروسته له دې چې له خلکو پټ شوی و، له خپلې دندې لرې کړای شو.
رویټرز خبري اژانس د شینهوا له پخوانیو راپورونو نقل کړی چې لی شانګفو په زرګونو ډالرو رشوت اخیستلو او همدارنګه نورو ته په رشوت ورکولو تورن دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








