شکیرا د برزیل په ریو دو ژانیرو ښار کې د کوپاکابانا بندر کې یو وړیا کنسرت وړاندې کړ چې د ۲۰۲۶ کال د ترټولو لویو موسیقي پېښو څخه شو. دا لویه غونډه د میلیونونو کسانو په ګډون ترسره شوه او په نړیوالو رسنیو کې یې پراخه پاملرنه ترلاسه کړه.
دا کنسرت د ۲۰۲۶ کال د مې په ۲ مه نېټه د شنبې په شپه ترسره شو او د ښار چارواکو په وینا، شاوخوا دوه میلیون کسان په دې کنسرت کې ګډون وکړ؛ چې دا شمېره دغه اجرا په تاریخ کې د لویو کنسرتونو لست ته داخلوي.
دغه کنسرت د شکیرا د “ښځې نورې نه ژاړي” نړیوال ټور یوه برخه وه چې د هغې د وروستي البوم پر بنسټ ترتیب شوی وو او پر داسې مفاهیمو لکه ځواک، خپلواکي او په ټولنه کې د ښځو رول ټینګار لري.
شکیرا خپله اجرا د یو ساعت ځنډ وروسته، شاوخوا په ۱۱ بجو پیل کړه. د پروګرام په پیل کې په آسمان کې د ډرونونو یو نمایش د “برزیل زه تا سره مینه لرم” جمله په پرتګالي ژبه ښکاره کړه او د کنسرت لپاره ځانګړې فضا جوړه کړه.
شکیرا په دې اجرا کې خپل شهرت لرونکي آثار وړاندې کړل، لکه «هیپس ډونټ لای»، «لا تورتورا» او «لا بیسیکلتا». هغې له خپلو برزیلي مینه والو سره خپلې ژورې اړیکې هم یادې کړې او د ښځو د ځواک او مقاومت پیغامونه یې وړاندې کړل.
د خلکو ګډون له لومړیو ساعتونو څخه پیل شوی و، او ډیری مینه وال له برزیل د نورو ښارونو او حتی نورو هېوادونو څخه ریو دو ژانیرو ته د دې پېښې لپاره راغلي وو. دا کنسرت نه یوازې د کلتوري اهمیت لرونکی و، بلکې د اقتصادي لحاظه هم د ریو ښار لپاره مهم و، او تمه کېږي چې د سیاحت او اړوند فعالیتونو له لارې به یې پام وړ عاید رامنځته کړی وي.
د شکیرا وړیا کنسرت په کوپاکابانا بندر کې د لویو کنسرتونو جوړولو لړۍ ته ادامه ورکوي، چې مخکې هم د نړیوالو هنرمندانو لخوا ترسره شوي.
دا پېښه نه یوازې یوه د موسیقي اجرا وه، بلکې په لاتیني امریکا کې د کلتوري یووالي او ګډ شوق ننداره وه، او یو ځل بیا د شکیرا مقام د نړۍ د تر ټولو اغیزمنو موسیقي ستورو په توګه تثبیت کړ.
لیکواله:سلیمه آریایي








