TOOSnews
اعلان
كوهاټ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته كې دوه پوليس وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

كوهاټ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمنځ نښته كې دوه پوليس وژل شوي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینې وایي، د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ اړوند د دره ادم‌خېل په تور څپر سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې ۵ وسله‌وال او دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وروسته له هغې پلان شول چې پاکستاني ځواکونو ته په سیمه کې د وسله‌والو د حضور راپورونه رسېدلي وو. سرچینې زیاتوي، امنیتي ځواکونو لومړی د تور څپر غرنۍ سیمه کلابنده کړه او وروسته د عملیاتو پر مهال د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه.

چارواکي وایي، په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو یو پټنځای په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. پاکستاني امنیتي مسوولین ټینګار کوي چې عملیات به تر هغې دوام ولري، څو سیمه په بشپړ ډول د وسله‌والو له موجودیت څخه پاکه او خوندي شي.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې، په وروستیو میاشتو کې ناامني زیاته شوې او ډېری قربانیان یې ملکي وګړي بلل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.