په داسې حال کې چې یوازې ۲۸ ورځې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د پیل لپاره په امریکا، مکسیکو او کاناډا کې پاتې دي، د ایران د ملي فوټبال ټیم غړي لا هم د امریکا ته د داخلېدو ویزه نه ده ترلاسه کړې. دا موضوع د ملي ټیم د پر وړاندې له جدي ستونزو څخه ګرځېدلې ده.
دا پن داسې حال کې دی چې د نورو ټیمونو د لوبغاړو، تخنیکي عملې او مدیرانو لپاره د ویزو د صادرېدو پروسه له څو اونیو راهیسې پیل شوې ده. همدارنګه، ځینې راپورونه وایي چې د امریکا حکومت د عراق د ملي ټیم د څو لوبغاړو ویزې هم نه دي منلي او عراقي رسنیو دا موضوع له ځینو سیاسي او امنیتي اړیکو سره تړلې ګڼلې ده.
په همدې حال کې، ځینې رسنۍ او څارونکو وړاندوینه کړې چې د ایران د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو ویزې به د زیات حساسیت او دقت سره وکتل شي. دا ګمانونه وروسته له هغه زیات شوي چې د تهران په شپنۍ غونډو کې د ملي ټیم د ځینو لوبغاړو انځورونه خپاره شوي دي.
په خپرو شوو انځورونو کې د ایران د فوټبال یو شمېر پېژندل شوي لوبغاړي، لکه شجاع خلیلزاده، علیرضا بیرانوند، رامین رضائیان، روزبه چشمي، سیدحسین حسینی، دانیال اسماعیلیفر، احسان حاجصفی، امید نورافکن، علی علیپور او څو نور لوبغاړي لیدل کېږي. همدارنګه راپورونه د ځینو لوبغاړو د عسکري خدمت په اړه په هغو ټیمونو کې چې له نظامي ادارو سره تړاو لري، خپاره شوي دي.
ځینې شنونکي باور لري چې د امریکا د حکومت د امنیتي حساسیتونو له امله، امکان لري د ایران د ملي ټیم د ځینو غړو د ویزو پړاو د اوږدې مودې یا محدودیتونو سره مخ شي. خو تر دې دمه د امریکا رسمي چارواکو په دې اړه مستقیمه څرګندونه نه ده کړې.
هغه لوبغاړي چې نومونه یې په راپورونو کې راغلي، د ایران د ملي ټیم د اصلي لوبغاړو څخه ګڼل کېږي. که د ویزو د صادرېدو په پروسه کې کومه ستونزه رامنځته شي، د ملي ټیم تخنیکي جوړښت او اصلي ترکیب ممکن د نړیوال جام په درشل کې له جدي ستونزو سره مخ شي.
په تېرو څو اونیو کې د ایران د سپورتي چارواکو څو ځله ویلي چې هڅه کوي دا موضوع د نړیوال فوټبال فډراسیون او نورو نړیوالو ادارو له لارې تعقیب کړي، خو تر دې دمه د دې موضوع د بشپړ حل کوم نښه نه ده لیدل شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








