د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره چمتووالی نیسي چې د بشري ناورین، امنیتي ګواښونو، د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او پر ښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
د امنیت شورا د کاري پروګرام له مخې، دغه شورا به د غبرګولي په ۱۷مه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي. په دې غونډه کې به جورجټ ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یونما) وروستی راپور د افغانستان د سیاسي، بشري حقونو، اقتصادي او بشردوستانه وضعیت په اړه وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې د راپور له وړاندې کولو وروسته د امنیت شورا غړي په یوه تړلې غونډه کې د راپور د موندنو او ارزونو په اړه بحث وکړي.
د امنیت شورا به د غبرګولي په ۲۷مه د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه هم پرېکړه وکړي. تمه کېږي چې د شورا غړي به د دې ادارې د فعالیت د غځولو د یوه بل کال لپاره ملاتړ وکړي. چین، چې په امنیت شورا کې د افغانستان د دوسیې مسؤلیت لري، د یوناما د ماموریت د تمدید اړوند مذاکراتو مشري کوي.
امنیت شورا ته وړاندې شوي راپورونه ښيي چې افغانستان لا هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی. د ۱۴۰۴ کال د کب او د ۱۴۰۵ کال د وري په میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو پراخ تاوتریخوالی او ملکي تلفات رامنځته کړل. که څه هم د دغو نښتو شدت کم شوی، خو راپورونه لا هم په ځینو سرحدي سیمو کې د ډزو د تبادلې او جلا جلا بریدونو د دوام خبر ورکوي.
د ترهګرو ډلو فعالیتونه هم د امنیت شورا له مهمو اندېښنو څخه دي. د شورا ځینې غړي د دغو ډلو له لوري د رامنځته کېدونکو امنیتي ګواښونو او د سیمې پر ثبات د هغوی د اغېزو په اړه د لا زیاتو ارزونو غوښتنه کوي.
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت به هم د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. امنیت شورا تر دې وړاندې د یوناما د راپورونو پر بنسټ د ښځو، نجونو او مذهبي اقلیتونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
یوناما په دې وروستیو کې د طالبانو د کورنۍ او ودونو اړوند ځینو نویو مقرراتو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه مقررات ښايي د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر حقونو منفي اغېزې ولري.
بشري ناورین لا هم د افغانستان له سترو ننګونو څخه ګڼل کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، روان کال شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې نیمایي نفوس جوړوي، بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
همدارنګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د افغانستان پر اقتصادي سرچینو او عامه خدمتونو اضافي فشار وارد کړی دی. ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال هېواد ته بېرته راستانه شي.
د ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د افغانستان د نړیوالو ژمنو په ځینو برخو کې د طالبانو نه پابندي لا هم د امنیت شورا د غړو له مهمو اندېښنو څخه بلل کېږي.
په ورته وخت کې، د امنیت شورا د غړو ترمنځ له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف موجود دی. متحده ایالات غواړي د یوناما ماموریت له سره و ارزول شي او پر ترهګرۍ ضد مبارزې او امنیتي مسایلو ډېر تمرکز وشي، خو روسیه او چین له طالبانو سره د تعامل دوام او د اقتصادي او بشردوستانه مرستو پر بېقیده دوام ټینګار کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








