د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې طالبانو لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات کې د هغوی د لباس او پوښاک له امله نیولې دي.
عجورجټ ګانیون د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۸مه، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل چې دغه نیونې لا هم دوام لري.
هغې څرګنده کړه چې طالبانو د شنبې او یکشنبې په ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه نیولې او له ځان سره یې بیولې دي. د هغې په وینا، د دغو نیونو دلیل د طالبانو له لوري ټاکل شوی د حجاب او پوښاک اصولو نه مراعات کول وو.
په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې د دې کمپاین له پیل راهیسې د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره لسګونه نورې ښځې هم په هرات کې نیول شوي او نامعلومو ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، طالبانو مخکې اعلان کړی و چې هغه ښځې چې له چادري پرته له کوره ووځي یا یې د وېښتانو او مخ کومه برخه ښکاره وي، له قانوني چلند سره به مخ شي. خو تر اوسه د هغو ښځو د وضعیت او د ساتلو د ځای په اړه چې په وروستیو ورځو کې نیول شوي دي، کره معلومات نه دي خپاره شوي.
په همدې حال کې، ریچارډ بېنېټ هم دغه نیونې «خپلسرې» بللي او ویلي یې دي چې لسګونه ښځې په هرات کې د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره د طالبانو د خوښې حجاب نه مراعاتولو له امله نیول شوي دي.
بېنېټ په اېکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي چې دغه نیونې «غیرقانوني او د نه منلو وړ دي» او ټینګار یې کړی چې دا لړۍ باید ودرول شي او ټولې نیول شوې ښځې باید بې له ځنډه خوشې شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه په وروستیو میاشتو کې څو ځله د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره مخ شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








