TOOSnews
اعلان
يوناما: په درملنيزو مرکزونو او بازارونو کې له محرم پرته د ښځو په شتون محدوديتونه لاهم دوام لري.
افغانستانټوس نیوز

يوناما: په درملنيزو مرکزونو او بازارونو کې له محرم پرته د ښځو په شتون محدوديتونه لاهم دوام لري.

۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مأمورین په یو شمېر ولایتونو کې پر روغتیايي مرکزونو او هټیو څارنه کوي، څو د هغو ښځو د ورتګ مخه ونیسي چې له محرم پرته وي. دغه موارد د دې ادارې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه په تازه راپور کې چې د سې‌شنبې ورځ د زمري ۶مه، خپور شوی، راغلي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو په کندهار ولایت کې هغو هټیو ته چې د ښځو د سینګار توکي او نور ځانګړي توکي پلوري، سپارښتنه کړې چې هغو ښځو ته له توکو پلورلو ډډه وکړي چې له محرم پرته ورځي. په راپور کې ویل شوي چې دا لارښوونه د طالبانو د مقرراتو د پلي کېدو د څارنې په چوکاټ کې شوې ده.

یوناما همدارنګه راپور ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو د مې میاشتې په ۲۱مه، د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ د یوه روغتیايي مرکز د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې ناروغې ښځې باید له محرم پرته له روغتیايي خدمتونو څخه ګټه وانخلي. د دې ادارې په وینا، دغو مأمورینو دا هم ویلي چې د روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکې باید د کاري ساعتونو پر مهال له خپل محرم سره حاضرې وي.

د راپور په بله برخه کې راغلي چې په لوګر ولایت کې د امر بالمعروف مأمورینو هغې ښځې ته چې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره بازار ته تللې وه، خبرداری ورکړی چې په راتلونکي کې دې له محرم پرته بازار ته نه راځي. یوناما ویلي، هغه دوکاندار چې دغې ښځې ته یې توکي پلورلي وو، د مأمورینو له خوا وهل شوی، نیول شوی او وروسته له هغې خوشې شوی چې په لیکلې بڼه یې ژمنه کړې وه چې له محرم پرته ښځو ته به توکي نه پلوري.

د راپور له مخې، د جون په میاشت کې هم د طالبانو د امر بالمعروف مأمورینو په بدخشان ولایت کې له هغو یو شمېر ښځو څخه چې د پېرود لپاره بازار ته تللې وې، د محرم د نه لرلو او د «مناسب حجاب» د نه مراعتولو په اړه پوښتنې کړي دي. یوناما زیاته کړې چې یو نارینه دوکاندار، چې د دغو ښځو ملاتړ یې کړی و، د سزا په توګه یې دوکان د درې ورځو لپاره تړل شوی و.

د راپور په دوام کې راغلي چې دغه دوکاندار کله چې د خپل دوکان د کِلي د ترلاسه کولو لپاره د امر بالمعروف ادارې ته ورغی، له مأمورینو سره یې لفظي شخړه وکړه او د څو ساعتونو لپاره ونیول شو. د یوناما په وینا، نوموړی وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.