د ترکيې رسنيو راپور ورکړی چې د اذربايجان د يوه وګړي، احمد جهانګرد تقالو، بانکي حساب ته چې د ترکيې په وان ښار کې ژوند کوي، نږدې يو ټريليون ليرې انتقال شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه پيسې له يوه نامعلوم حساب څخه د هغه حساب ته لېږدول شوي او وروسته بانک د هغه حساب کنګل کړی دی.
ويل شوي چې د لېږدول شوو پيسو اندازه ۹۹۹ ميليارده، ۹۹۹ ميليونه، ۹۹۹ زره او ۹۹۹ ليرې او ۹۹ قروش ده، چې نږدې ۲۱.۸ ميليارده امريکايي ډالرو سره برابره ده.
د راپورونو له مخې، دا ستره اندازه شتمني کولی شوه نوموړی د نړۍ د شتمنو کسانو په ډله کې شامل کړي، خو اوس مهال د حساب د کنګل کېدو له امله هغه خپلو شتمنيو ته هم لاسرسی نه لري.
د ترکيې «اېن ټي وي» تلويزيوني شبکې راپور ورکړی چې نوموړي هغه مهال د خپلې بانکي کارت د نه فعالېدو موضوع ته پام شو، کله چې يې په وان ښار کې له يوه پلورنځي څخه د پېر هڅه وکړه. وروسته چې بانک ته ورغی، د خپل حساب د غيرعادي موجودۍ په ليدو حيران شو.
احمد جهانګرد تقالو ويلي، کله چې يې دا وضعيت وليد، د بانک کارکوونکو خپل مسؤولين خبر کړل او وروسته د مالي جرمونو اړوندو ادارو د هغه حساب کنګل کړ.
هغه زياته کړې چې دې پېښې د بانک د کارکوونکو د حيرانتيا او پراخ غبرګون لامل شوه او ټولو په ګډه موضوع وڅېړله.
احمد جهانګرد تقالو د اذربايجان اوسېدونکی دی او شاوخوا لس کاله کېږي چې د ترکيې په وان ښار کې ژوند کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








