TOOSnews
اعلان
یونیسف د کندهار ځوانانو لپاره د فني او مسلکي مهارتونو د زده کړې فرصتونه برابروي.
افغانستانټوس نیوز

یونیسف د کندهار ځوانانو لپاره د فني او مسلکي مهارتونو د زده کړې فرصتونه برابروي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

تاج‌الدین اویواله، په افغانستان کې د یونیسف استازي، ویلي چې یونیسف په کندهار کې ځوانانو ته د تخنیکي مهارتونو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

تاج‌الدین اویواله د جمعې په ورځ، د غبرګولي په ۸مه، په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې پروګرام کې ځوانان د لمریزې انرژۍ اړوند مهارتونه زده کوي.

هغه زیاته کړې چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري تمویلېږي.

د یونیسف استازي ټینګار کړی چې ځوانانو ته باید د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې د مرستې او روزنې زمینه برابره شي.

تاج‌الدین اویواله ویلي چې یونیسف له هغو زده کړو او روزنیزو پروګرامونو ملاتړ کوي چې مهارتونه رامنځته کوي او د عاید ترلاسه کولو دروازې پرانیزي.

افغانستان د پرله‌پسې جګړو، بې‌ثباتۍ او ناامنۍ له امله د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، او شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره لوړه ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.