د افغانستان متحده جبهه وایي چې د دې جبهې ځواکونو په کندهار کې د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو پر پوځي قرارګاه برید کړی دی. طالبانو تر اوسه پورې دا ادعا نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده.
دې جبهې د چهارشنبې په سهار، د زمري په ۲۸مه، په«اېکس» ټولنیزه شبکه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه برید کې د طالبانو ۵ غړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان متحدې جبهې همداراز ادعا کړې چې د برید پر مهال د طالبانو یو پوځي موټر هم له منځه وړل شوی دی. د دې برید د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه خپلواک جزیات نه دي خپاره شوي.
په هغه ویډیويي کلیپ کې چې د افغانستان متحده جبهه یې له دغه برید سره تړلی بولي، دوه وسلهوال کسان د شپې په تیاره کې د کمرې مخې ته لیدل کېږي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. خپلواکو سرچینو تر اوسه د ویډیو کرهوالی او د مطرح شوې ادعا جزیات نه دي تایید کړي.
دې جبهې په یوه جلا خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د سېشنبې په ورځ، د زمري په ۲۷مه، د دې جبهې ځواکونو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتمې ناحیې اړوند د ارغنداب سیند په سیمه کې هم د طالبانو پر پوستو برید کړی دی.
د افغانستان متحدې جبهې په وینا، په دغه برید کې د طالبانو ۴ غړي وژل شوي او د دې ډلې اړوند یو رنجر موټر هم ویجاړ شوی دی. دا ادعا هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
طالبانو تر اوسه په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قول اردو پر قرارګاه د ادعا شوي برید او همداراز په لښکرګاه کې د ادعا شوي برید په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








