TOOSnews
اعلان
امريكا پخوانى افغان سفير رحيم پيرزاده له طالبانو سره د اړیکو په تور په توقيف كې ساتلى.
نړۍټوس نیوز

امريكا پخوانى افغان سفير رحيم پيرزاده له طالبانو سره د اړیکو په تور په توقيف كې ساتلى.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د کډوالۍ چارو ادارې په هسپانیا کې پخوانی افغان سفیر رحیم پیرزاده په واشنګټن کې له دې امله په توقیف کې ساتلی چې د راپورونو له مخې، نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له دغې ډلې سره د سفارت د چارو په پرمخ وړلو کې همغږي کړې وه.

د «پولیتیکو» او «ولټ» رسنیو د راپورونو له مخې، پیرزاده د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳۰مه نېټه د امریکا د کډوالۍ ادارې له لوري ونیول شو. د فدرال محکمې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت د یوې پرېکړې له مخې، له طالبانو سره د هغه د مشرتابه لاندې د هسپانیا د سفارت همکاري د طالبانو لپاره «مادي ملاتړ» ګڼل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د نوموړي وکیل د روان کال په اپرېل میاشت کې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د محکمې له لوري د قضیې لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

بل لوري ته اروپایي رسنیو راپور ورکړی چې په ۲۰۲۲ کال کې یوې جرمني مېشتې افغان مېرمنې پر رحیم پیرزاده د جنسي تېري تور لګولی و او ادعا یې کړې وه چې د درملو په واسطه ورسره ناوړه چلند شوی. وروسته له دې تورونو، د هسپانیا حکومت د هغه د ماموریت دوره پای ته ورسوله او له هیواده یې د وتلو امر ورکړ.

وروسته پیرزاده امریکا ته ولاړ، خو هلته د هوايي ډګر د کډوالۍ ادارې له پوښتنو سره مخ شو. نوموړي د تحقیقاتو پر مهال د جنسي تېري تورونه رد کړي او دا یې د خپل حیثیت د بدنامولو هڅه بللې ده.

په راپور کې همدارنګه یادونه شوې چې د نوموړي په موبایل کې د حذف شویو پیغامونو یو سکرین‌شاټ موندل شوی، چې پکې د یوې ادعا له مخې هغه ته د یوې پېښې په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

پیرزاده د یادو تورونو په اړه ویلي چې نوموړی تور لګوونکې ښځه نه پېژني او دا ادعاوې یې رد کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.