د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس ویلي چې د اسراییل د ځینو سیاسي کړیو غبرګون د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې په اړه «عجیبه وارخطایي» ده او دا دریځ د واشنګټن پر ناسم باور ولاړ دی.
وېنس د پنجشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل، په اسراییلي سیاسي نظام کې داسې انګېرنه شته چې ګواکې هره امریکایي پرېکړه به د ایران په ګټه تمامه شي، خو د هغه په وینا، دا انګېرنه له واقعیت سره سمون نه لري.
هغه زیاته کړه چې: «هوکړه داسې نه ده لیکل شوې»، او ټینګار یې وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ توافق به په یو اړخیز ډول د تهران د چلند د بدلولو ضمانت ونه لري، بلکې دا یو متوازن بهیر دی.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ځینو متحدانو او نورو اسراییلي چارواکو د دې هوکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي او بالسټیک توغندیو پروګرامونو په تړاو د دوی غوښتنې نه دي پوره شوي. دوی همداراز اندېښنه لري چې دا توافق به د لبنان په چارو کې د ایران د ملاتړې ډلې حزبالله پر وړاندې د اسراییل پوځي اقدامات محدود کړي.
وېنس ویلي چې امریکا به تر هغه وخته پر ایران لګېدلي بندیزونه نرم نه کړي، څو تهران د هغو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي چې واشنګټن یې ترهګر سازمانونه ګڼي.
هغه زیاته کړه: «په اسراییل کې دا وارخطایي ماته عجیبه ښکاري، ځکه دا د بېباورۍ له ځایه سرچینه اخلي، حال دا چې امریکا په سیمه کې خپل باور ساتلی دی».
وېنس همداراز ټینګار کړی چې د امریکا اړیکې له اسراییل سره پیاوړې دي او دا ادعاوې چې واشنګټن «ضعیفه یا ناسمه هوکړه» کړې، له حقایقو سره سمون نه لري.
لیکوال:سعید سمیر








