TOOSnews
اعلان
د ترکیې او سعودي عربستان تر منځ د ځانګړو پاسپورټونو لپاره د ویزې لغوه کول؛ د دواړو هېوادونو تر منځ نوې موافقه.
نړۍټوس نیوز

د ترکیې او سعودي عربستان تر منځ د ځانګړو پاسپورټونو لپاره د ویزې لغوه کول؛ د دواړو هېوادونو تر منځ نوې موافقه.

۱۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ترکیې او سعودي عربستان يو تړون لاسليک کړی دی چې د ديپلوماټیکو او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو کسانو لپاره د ويزې غوښتنه لغوه کړي.

اناتولي خبري اژانس چهارشنبې، د مې ۶ مه، راپور ورکړی چې دا تړون د «د ترکیې او سعودي عربستان د همغږۍ شورا» دريمې غونډې وروسته په انقره کې لاسليک شوی دی.

د دې تړون له مخې، د ترکیې او سعودي عربستان هغه اتباع چې ديپلوماټیک او ځانګړي پاسپورټونه لري، له دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفر لپاره ويزې ته اړتیا نه لري.

د دواړو هېوادونو چارواکو دا ګام د ديپلوماټیکو اړیکو د اسانتیا او دوه اړخيزو همکاریو د پراختیا په موخه بللی دی.

دا تړون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ترکیه او سعودي عربستان په وروستيو کلونو کې د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا هڅې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.