TOOSnews
اعلان
وحيد عمر: اشرف غني نه غوښتل له ارګه ووځي، همكارانو يې په زور وايست.
افغانستانټوس نیوز

وحيد عمر: اشرف غني نه غوښتل له ارګه ووځي، همكارانو يې په زور وايست.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ستراتیژیکو او عامه اړیکو پخوانی مشر وحید عمر وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه اشرف غني نه غوښتل له ارګه ووځي، خو همکارانو یې په زور له ارګه وایست.

وحید عمر، چې د جمهوري نظام د سقوط پر ورځ له اشرف غني سره یو ځای له ارګه وتلی و، په یوه مرکه کې ویلي چې د سقوط پر ورځ یې د وضعیت بدلونونه له نږدې لیدلي دي.

د هغه په وینا، جمهوري دولت د اشرف غني له وتلو وړاندې لا سقوط شوی و او ولسمشر نور په افغانستان کې عملي واک نه درلود.

وحید عمر وايي، د هغې ورځې په شرایطو کې د ولسمشر پاتې کېدل یا وتل د افغانستان پر وضعیت د پام وړ اغېز نه شو کولی، خو د اشرف غني وتل د نوموړي لپاره یو «تاریخي پیغور» پاتې شو.

هغه زیاتوي، که اشرف غني په افغانستان کې پاتې شوی وای، ښايي دغه پرېکړه یې له شخصیتي پلوه په اوږدمهال کې ورته ګټوره تمامه شوې وای.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.