وټساپ اعلان کړی، چې ډېر ژر به کاروونکي وکولای شي د خپل ټېلیفون شمېرې پر ځای د «کارننوم» (Username) له لارې له نورو سره اړیکه ونیسي. د شرکت په وینا، د دې نوې ځانګړنې لپاره د کارننوم د ثبت بهیر له روانې اونۍ پیل شوی او د روان کال تر پایه به په تدریجي ډول ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.
وټساپ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په خپله اېکسپاڼه کې ویلي، چې د ټېلیفون شمېره د کاروونکو شخصي معلومات دي او ډېری کسان غواړي له نویو خلکو سره د خپلې شمېرې له شریکولو پرته اړیکه ولري. د همدې اړتیا د پوره کولو لپاره د «کارننوم» ځانګړنه معرفي کېږي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، کاروونکي کولای شي د اپلېکېشن له وروستۍ نسخې سره د Settings > Account > Username له لارې خپل کارننوم ثبت او خوندي کړي، څو د دې ځانګړنې له رسمي فعالېدو وروسته یې وکاروي.
وټساپ ویلي، د کارننومونو لپاره به عامه لټون یا نوملړ موجود نه وي او هر څوک به یوازې هغه مهال له بل کاروونکي سره اړیکه نیولی شي چې د هغه دقیق کارننوم وپېژني. د شرکت په وینا، دا تګلاره د کاروونکو د محرمیت د لا خوندي کولو لپاره غوره شوې ده.
دغه شرکت زیاته کړې، چې د نامتو شخصیتونو، بنسټونو او سوداګریزو حسابونو ځینې کارننومونه به له مخکې خوندي شي، څو د هویت د جعل او تقلبي حسابونو مخه ونیول شي. همداراز، کاروونکي به د اړتیا په صورت کې وکولای شي د خپل کارننوم ترڅنګ یو اختیاري امنیتي کوډ هم وکاروي، څو یوازې هغه کسان ورسره اړیکه ونیسي چې دغه کوډ ولري.
لیکوال:سعید سمیر








