افغانې غرختونکې ذکیه احمد د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه، ایوریسټ، په بریالیتوب سره سر کړه او په دې توګه لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دغه تاریخي لاستهراوړنه ثبتوي.
ایوریسټ غر، چې د نیپال او تبت ترمنځ موقعیت لري، ۸۸۴۹ متره لوړوالی لري او د نړۍ تر ټولو جګ غر بلل کېږي. هر کال سلګونه غرختونکي هڅه کوي چې دې څوکې ته وخېژي، خو د سختې هوا، د اکسیجن کمښت او خطرناکو لارو له امله ګڼ کسان په دې سفر کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د راپورونو له مخې، د ایوریسټ پر لاره د مړو شوو غرختونکو د جسدونو راښکته کول هم ډېر ستونزمن او وختنیونکی کار دی، ځکه زیاتره مړي د واورو او یخونو ترمنځ پاتې کېږي.
ذکیه احمد د خپلې دې بریا سره نه یوازې د افغانستان لپاره یو تاریخي ویاړ ثبت کړ، بلکې افغان ښځو او نجونو ته یې د زړورتیا، استقامت او لوړو هیلو یو الهامبښونکی پیغام هم ورکړ.
لیکوال:سعید سمیر








