TOOSnews
اعلان
۳۰ کلن افغان وګړی د امریکا خاورې ته له ناقانونه ننوتلو وروسته زنداني شو.
نړۍټوس نیوز

۳۰ کلن افغان وګړی د امریکا خاورې ته له ناقانونه ننوتلو وروسته زنداني شو.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان یو وګړی، خان افسر احمدزی، د کاناډا له پولې څخه د غیرقانوني لارې متحده ایالاتو ته د ننوتلو له امله په ۵۱ ورځو بند محکوم شوی دی. د بند د مودې له بشپړېدو وروسته به له متحده ایالاتو څخه د هغه د ایستلو بهیر پیل شي.

د متحده ایالاتو د نیویارک شمالي ولسوالۍ د څارنوالۍ دفتر د دوشنبې په ورځ، د زمري ۲۶مه، اعلان وکړ چې ۳۰ کلن احمدزی د کابل اوسېدونکی دی. هغه وروسته له هغه د امریکا د سرحدي ګزمې د مأمورینو له خوا ونیول شو چې په غیرقانوني ډول د امریکا خاورې ته داخل شوی و.

د دغه دفتر د اعلامیې له مخې، احمدزی د جون په ۳مه د نیویارک ایالت د شمپلین سیمې ته څېرمه د نړیوالې پولې له لارې په پښو د امریکا خاورې ته داخل شوی دی. نوموړي د ننوتلو پر مهال د کډوالۍ او ګمرکي اړوندو رسمي مراحلو څخه ه و تېر شوی.

د امریکا د څارنوالۍ دفتر ویلي چې د سرحدي ګزمې مأمورینو د احمدزي له ننوتلو وروسته هغه ونیو. په اعلامیه کې د هغه د نیول کېدو د وخت او د ساتنې د ځای په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

احمدزی د امریکا خاورې ته د غیرقانوني ننوتلو په تور له اعتراف وروسته په ۵۱ ورځو بند محکوم شوی دی. د څارنوالۍ د دفتر د اعلامیې له مخې، د بند د مودې له پای ته رسېدو وروسته به له متحده ایالاتو څخه د هغه د ایستلو بهیر پیل شي.

د څارنوالۍ د دفتر په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې احمدزي تر دې وړاندې هم متحده ایالاتو ته د ننوتلو هڅه کړې وه. د هغه د پخوانۍ هڅې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.