په عشقاباد کې د ترکمنستان د قالینو په ملي جشن کې، د کوربه هېواد د دودیزو قالینو تر څنګ افغاني غالۍ هم نندارې ته وړاندې شوې چې د ګډونوالو پراخ پام یې ځان ته اړولی دی.
د طالبانو له لوري په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه جشن د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو د ستاینې لپاره جوړ شوی و، چې پکې د کوربه هېواد چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو او د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون کړی و. د طالبانو سفیر فضل محمد صابر هم په دې مراسمو کې حضور درلود.
په نندارتون کې د افغاني غالیو شتون د افغانستان د بډایه کلتوري میراث او د لاسي صنایعو د لوړ هنري ارزښت څرګندونه بلل شوې ده. ګډونوالو د افغان غالیو د جوړښت، رنګونو او کیفیت ستاینه کړې او دا یې د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو لپاره یو مهم محصول یاد کړی دی.
د افغان سوداګرو په وینا، په داسې نړیوالو نندارتونونو کې ګډون د افغاني لاسي صنایعو د معرفي کولو او د صادراتو د پراختیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.
همدارنګه، د سفارت د ګډون په اړه ویل کېږي چې دا ډول فرهنګي حضورونه د سیمهییزو اړیکو او اقتصادي تعامل د پیاوړتیا لپاره د نرمې ډیپلوماسۍ یوه برخه ده، چې موخه یې د سوداګرۍ او کلتوري اړیکو پراختیا ده.
کارپوهان باور لري چې د افغاني غالیو نړیوالو نندارتونونو ته وړاندې کېدل کولی شي د افغانستان د اقتصاد لپاره نوي سوداګریز فرصتونه رامنځته کړي او د هېواد د کلتوري هویت په پېژندنه کې مهم رول ولوبوي.
لیکوال:سعید سمیر








