TOOSnews
اعلان
افغان تکوانډو ملي لوبغاړي خپل پاکستاني سیال ته په تخنیکي ضربه ماته ورکړه.
ورزشټوس نیوز

افغان تکوانډو ملي لوبغاړي خپل پاکستاني سیال ته په تخنیکي ضربه ماته ورکړه.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

امید سهاک د تکوانډو د ولسمشرۍ جام سیالیو څلورمې پایلوبې ته لار وموندله.

د افغانستان د تکوانډو د منفي ۸۷ کیلوګرامه وزن ملي‌لوبغاړي، امید سهاک، د تکوانډو نړیوال فدراسیون د ولسمشرۍ جام په سیالیو کې خپل پاکستانی سیال د لومړي پړاو په لومړیو ثانیو کې د تخنیکي برلاسۍ له لارې مات کړ.

سهاک د دې بریا په ترلاسه کولو سره د سیالیو د څلورمې پایلوبې پړاو ته لار وموندله او په دې پړاو کې به د ایران له استازي سره مخامخ شي.

د تکوانډو نړیوال فدراسیون د ولسمشرۍ جام سیالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره کېږي. امید سهاک د خپلې لومړۍ سیالۍ په ګټلو سره د منفي ۸۷ کیلوګرامه وزن د اتو غوره لوبغاړو په ډله کې شامل شو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.