TOOSnews
اعلان
د افغانستان ښځو په بریټانیا کې د «چتم هاوس» جایزه وګټله.
نړۍټوس نیوز

د افغانستان ښځو په بریټانیا کې د «چتم هاوس» جایزه وګټله.

۳۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا سلطنتي فکري مرکز «چتم هاوس» افغان مېرمنې د دغه بنسټ د ۲۰۲۶ کال د کلنۍ جایزې ګټونکې اعلان کړي دي.

دغه بنسټ (پنجشنبې، د زمري ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان مېرمنو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو، ځورونې او سیستماتیکې جنسیتي ځپنې پر وړاندې زړورتیا او مقاومت ښودلی دی.

د چتم هاوس عمومي مشره او اجرائیوي رییسه، برونون مدوکس، ویلي: «افغان مېرمنې د زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه د هغوی د سیستماتیک حذفولو د هڅو پر وړاندې بې‌سارې زړورتیا او مقاومت له ځانه ښودلی دی.»

په چتم هاوس کې د اسیا ـ پاسفیک چارو څېړونکې، فرزانه شیخ، ویلي: «افغان مېرمنو ته د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزې ورکول په بشپړه توګه د هغوی وړ دي او د هغوی د مقاومت او هوډ څرګندونه کوي چې هېڅکله له عامه حافظې څخه حذف نه شي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نافذو شویو سختو او تبعیضي قوانینو پر وړاندې د هغوی مقاومت د ټولو هغو کسانو لپاره بې‌ساری الګو دی چې د ښځو د حقونو د برابرۍ او د لا عادلانه نړیوالې ټولنې له موخې سره ژمن دي.»

د چتم هاوس د جنوبي اسیا چارو لوړپوړي څېړونکي، چیتیج بجپايي، ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر افغان مېرمنو او نجونو بل هېڅې ډلې ډېر زیان نه دی لیدلی.

هغه زیاته کړې: «افغان مېرمنو ته د چتم هاوس د جایزې په ورکولو سره غواړو خپله ونډه د هغې موضوع په اړه د پوهاوي په لوړولو کې ادا کړو چې له بده مرغه د نړیوالې ټولنې له پام څخه وتلې ده.»

دغه جایزه به د روان میلادي کال په وروستیو کې په چتم هاوس کې د یو لړ ځانګړږ مراسمو پر مهال افغان مېرمنو ته ورکړل شي.

همدارنګه، هغه عریضه چې د بریټانیا د پاچا، چې د شاهي نړیوالو چارو انسټیټیوټ ملاتړ کوي، له لاسلیک سره مل ده، هم افغان مېرمنو ته وسپارل شي.

چتم هاوس په لندن کې یو مخکښ سیاست‌جوړونکی بنسټ دی چې موخه یې د جیوپولیټیکي ننګونو او نړیوالو مسایلو څېړنه او ارزونه ده.

د دغه بنسټ جایزه په ۲۰۰۵ کال کې رامنځته شوې ده. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، د بې‌پولو ډاکترانو او د خبریالانو د ساتنې کمېټه د دې جایزې له مخکنیو ګټونکو څخه دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.