افغانستان د اېرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په درېیمه لوبه کې په درېیو ویکټو بریا خپله کړه او په دې سره یې د ۲۰۲۷ کال یو ورځني نړیوال جام ته د مستقیم حضور ځای هم خوندي کړ.
اېرلنډ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۶ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه. افغان لوبغاړو دغه هدف د لوبې په ۴۵م اوور کې د اوو ویکټو په له لاسه ورکولو بشپړ کړ.
رحمنالله ګربز د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه او د لوبډلې لپاره یې تر ټولو ډېرې ۷۱ منډې جوړې کړې.
افغانستان په دې بریا سره د نړیوال جام د غوراوي له پړاو څخه ځان مستغني کړ او د ۲۰۲۷ نړیوال جام لپاره یې خپل ځای تثبیت کړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د لړۍ څلورمه لوبه به راتلونکې چهارشنبه ترسره شي.
لیکوال:سعید سمیر








