TOOSnews
اعلان
د کانټیننټال فوټسال سیالیو په پیل کې افغانستان د تایلنډ پر وړاندې درنه ماته وخوړه.
ورزشټوس نیوز

د کانټیننټال فوټسال سیالیو په پیل کې افغانستان د تایلنډ پر وړاندې درنه ماته وخوړه.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د تایلنډ ۲۰۲۶ کانټیننټال نړیوالو فوټسال سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د کوربه ټیم پر وړاندې د شپږ پر یو درنې ماتې سره پای ته ورسوله. دا لوبه د تایلنډ د نونتابوري ښار په لوبغالي کې ترسره شوه او لومړۍ نیمایي یې د تایلنډ په ګټه (یو پر صفر) پای ته ورسېده.

د افغانستان ملي ټیم په دویمه نیمایي کې د خپل لومړي ګول کیپر، احمد اسماعیلي، سره کارت اخیستلو وروسته له سختو شرایطو سره مخ شو او څو نور ګولونه یې هم وخوړل. په پای کې، د دژان ددوویچ شاګردانو د شپږ پر یو په پایلې سره له کوربه ټیم څخه ماتېه وخوړه.

احمد اسماعیلي چې د افغانستان د ټپي شوي ګول کیپر، محمدجواد صفري، په نشتوالي کې په اصلي ترکیب کې لوبېده، له ایستل کېدو وړاندې یې د منلو وړ کارکردګي درلوده. هغه د جزا له ساحې بهر له لاس سره د توپ له لګېدو وروسته د مستقېم سور کارت په ترلاسه کولو له میدان څخه وایستل شو.

د اسماعیلي له اخراج وروسته، علی‌احمد محسني د هغه ځای په ګول کې ونیوه،خو د افغانستان ټیم پنځه نور ګولونه هم وخوړل. د افغانستان تخنیکي ډلې د پایلې د جبرانولو لپاره له «پاورپلې» ټکټیک څخه ګټه واخیسته او محمد مرادي وتوانېده چې د افغانستان یوازینی ګول ووهي، خو دې ګول ونه شو کولای د ټیم د درنې ماتې مخه ونیسي.

افغانستان په لومړۍ نیمایي کې یوازې یو ګول خوړلی و، خو په دویمه نیمایي کې د دې ټیم دفاعي فعالیت کمزوری شو او پنځه نور ګولونه یې هم ترلاسه وخوړل. په مقابل کې، تایلنډ د عددي برترۍ او کوربه توب له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، لوبه په پوره اقتدار سره په خپله ګټه پای ته ورسوله.

تایلنډ د دویمې پرله پسې بریا او شپږو امتیارونو په ترلاسه کولو سره، د ۲۰۲۶ کانټیننټال فوټسال سیالیو د جدول په سر کې خپل ځای پیاوړی کړ. دا سیالۍ د زمري میاشتې له لسمې تر پنځلسمې نېټې پورې د افغانستان، تایلنډ، روسیې، ویټنام او نیوزیلینډ د ملي ټیمونو په ګډون ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم به د دې سیالیو په دوام کې، د زمري په دولسمه نېټه له ویټنام، د زمري په څوارلسمه له روسیې او د زمري په پنځلسمه نېټه له نیوزیلینډ سره میدان ته ووځي او د غوره پایلو د ترلاسه کولو لپاره به هڅې وکړي.

افغانستان په دې سیالیو کې محمدجواد صفري او مهدي نوروزي د ټپي کېدو له امله او حمیدرضا حسیني د شخصي ستونزې له امله له ځان سره نه لري؛ د داسې لوبغاړو نشتوالي د سیالیو په پیل کې یې د ټیم پر ترکیب و شرایطو اغېز کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.