د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د الکترونیکي پیسو د خدمتونو له یوې مهمې شبکې سره یې خپل تړون لغوه کړی دی، چې له مخې یې نور د «امپیسه» له لارې د برېښنا د بلونو د تحویل اجازه نشته.
په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې له دې وروسته هېڅ شخص، استازی یا هم اړوند مرکز حق نه لري چې د «امپیسه» په استازیتوب د برېښنا د مصرف کوونکو پیسې راټولې کړي. شرکت ټینګار کړی چې دغه ډول ټولې راکړې ورکړې اوس غیر رسمي ګڼل کېږي.
مسوولینو له خلکو په کلکه غوښتي چې نور دې د بلونو د تادیې لپاره د «امپیسه» مرکزونو ته مراجعه نه کوي، ځکه له دې خدمت څخه د ګټې اخیستو اجازه ختمه شوې ده او برېښنا شرکت یې د راتلونکو مالي ستونزو مسوولیت نه اخلي.
تر دې وړاندې به د هېواد د برېښنا پېرودونکو د بانکونو ترڅنګ د «امپیسه» او ځینو نورو ډیجیټل خدماتو له لارې خپل بلونه په اسانه ډول تادیه کول، خو د نوې پرېکړې له مخې اوس یوازې رسمي بانکي او د شرکت له لوري تایید شوي لارې د تادیې لپاره معتبرې بلل کېږي.
دغه بدلون د دې لپاره مهم بلل کېږي چې د برېښنا شرکت د مالي راکړو ورکړو په برخه کې د کنټرول او شفافیت کچه لوړه کړي او د غیر رسمي ټولولو مخه ونیسي.
لیکوال:یعید سمیر








