TOOSnews
اعلان
د افغانستان د ١٧ كلنو فوتبال ليګ سيالۍ په كابل كې پيل شوې.
ورزشټوس نیوز

د افغانستان د ١٧ كلنو فوتبال ليګ سيالۍ په كابل كې پيل شوې.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال لیګ سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون د شنبې په ورځ، د زمري په ۳مه، د کابل ښار د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، د سیالیو په لومړۍ ورځ دوه لوبې ترسره شوې. په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم او د فاریاب خراسان لوبډلو یو ـ یو مساوي پایله خپله کړه.

په دویمه لوبه کې د کندهار د اتفاق خان‌زاده لوبډلې د کابل د ځوانان پیروزي لوبډلې ته ۲ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړه.

د لومړۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د فراه ابومسلم لوبډلې لوبغاړي طالب حسین رحیمي ته ورکړل شوه، او د دویمې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د کندهار د اتفاق خان‌زاده لوبډلې لوبغاړي نبي‌الله خوشحال ترلاسه کړه.

د سږني ۱۷ کلنو فوټبال لیګ سیالیو کې د فراه ابومسلم، فاریاب خراسان، کندهار اتفاق خان‌زاده، کابل ځوانان پیروزي، ارمان اېف‌سي، کندهار عینو مېنه، فاریاب سرسبز یاشلر، هرات طوفان هریرود، کابل استقلال او هرات سرخ‌پوشان خوافي لوبډلې برخه لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.