د اسټرالیا د کوینزلنډ ایالت د افغانانو ټولنې د «د خلکو پیاوړتیا، د کوینزلنډ پیاوړتیا» په نوم څو فرهنګي نندارتون کې د افغانستان ځانګړې فرهنګي غرفه جوړه کړه او د هېواد د بډایه کلتور، دودونو او تاریخي میراث بېلابېل اړخونه یې ګډونوالو ته ور وپېژندل.
دغه نندارتون د ټولنیز یووالي، د څو فرهنګیزم د ودې او د کوینزلنډ د فرهنګي تنوع د نمانځنې په موخه جوړ شوی و، چې په کې لسګونو ټولنو او فرهنګي بنسټونو د خپلو دودیزو جامو، سیمهییزو خوړو، لاسي صنایعو، موسیقۍ، ولسي نڅاوو او فرهنګي نندارو له لارې خپل هویت او تاریخي شالید نندارې ته وړاندې کړ.
د افغانانو په فرهنګي غرفه کې د افغانستان درېرنګه ملي بیرغ، دودیزې جامې، فرهنګي سمبولونه او د هېواد د تاریخ او فرهنګي میراث بېلابېلې نښې اېښودل شوې وې، چې د ګڼ شمېر لیدونکو پام یې ځان ته واړاوه.
ګډونوالو د دغې غرفې له لارې د افغانستان له تاریخ، هنر، کلتور او په اسټرالیا کې د افغانانو له ژوند سره نږدې اشنايي ترلاسه کړه او د کوینزلنډ د افغانانو د ټولنې له غړو سره یې د نظرونو د تبادلې فرصت هم وموند.
د کوینزلنډ د افغانانو ټولنې ویلي، په دغه نندارتون کې ګډون د افغانستان د فرهنګ او هویت د معرفي کولو، له نورو فرهنګي ټولنو سره د اړیکو د پیاوړتیا او په څو فرهنګي اسټرالیايي ټولنو کې د افغانانو د فعال حضور د څرګندولو لپاره مهم ګام و.
د ټولنې په وینا، په راتلونکي کې به هم فرهنګي، ټولنیز او ښوونیز پروګرامونه ترسره کړي، څو د افغانستان فرهنګي میراث لا پراخ معرفي، د افغانانو فرهنګي هویت خوندي او په کوینزلنډ کې د افغانانو ګډون په څو فرهنګي فعالیتونو کې نور هم پیاوړی شي.
لیکوال:سعید سمیر








