TOOSnews
اعلان
د افغان ښځو جلاوطنه كركټ لوبډله له كلونو وروسته تېره ورځ د سياليو ډګر ته ښكته شوه.
ورزشټوس نیوز

د افغان ښځو جلاوطنه كركټ لوبډله له كلونو وروسته تېره ورځ د سياليو ډګر ته ښكته شوه.

۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نږدې پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول او ښځې او نجونې یې له زده کړو، کار او ورزش څخه محرومې کړې، د افغانستان د ښځو جلاوطنه کرکټ لوبډله تېره ورځ د انګلستان د کمبرېج په تاریخي فینرز لوبغالي کې د سیالیو ډګر ته ښکته شوه.

دغه لوبډله، چې د «افغان ښځو یوولس کسیزې لوبډلې په نوم سیالي کوي،تېره ورځ یې دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړې. لومړۍ لوبه د برېټانیا د وسله‌والو ځواکونو د ښځو له لوبډلې سره او دویمه به د کمبرېج پوهنتون د کرکټ کلب د ښځو له لوبډلې سره.

دا سیالۍ د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډلې د برېټانیا د پرمختیايي سفر مهمه برخه بلل کېږي او د ښځو د شل اوریز نړیوال جام له سیالیو سره هم‌مهاله ترسره شوي. له همدې امله د نړۍوالو رسنیو، ورزشي بنسټونو او د بشري حقونو د ملاتړو پام یو ځل بیا د افغان ښځینه ورزشکارانو وضعیت ته اوښتی دی.

د دغو لوبو ارزښت یوازې ورزشي نه دی، بلکې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت او د ښځو د ورزش د هویت د ساتنې سمبول هم ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړیواله شورا لا هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد رسمي اداره ګڼي او د نارینه‌وو ملي لوبډله په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي، خو د ښځو جلاوطنه لوبډله لا هم د رسمي ملي هویت له نشتوالي سره مخ ده او د کډوالو د یوې لوبډلې په توګه سیالۍ کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.