TOOSnews
اعلان
په بغلان کې یوه لرغونې سکه موندل شوې چې احتمال لري د یونان باختري دورې پورې د تړاو ولري.
کلتور او هنرټوس نیوز

په بغلان کې یوه لرغونې سکه موندل شوې چې احتمال لري د یونان باختري دورې پورې د تړاو ولري.

۱۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یو ماشوم د بغلان ولایت په یوه سیمه کې د څارویو د څرولو پر مهال یوه لرغونې سکه موندلې ده. د دې ماشوم کورنۍ له موندلو وروسته سکه په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مسوولینو ته سپارلې ده.

په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یکشنبې د زمري ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا سکه د برکې ولسوالۍ په سیمه کې موندل شوې ده. د یادې ادارې په وینا، له سپارلو وروسته سکه د لا ساتنې او څېړنو لپاره ځايي موزیم ته انتقال شوې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس اسدالله مصطفی هاشمي ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې، د دې سکې عمر شاوخوا ۲۰۰۰ کاله اټکل شوی او ښايي د یونان باختري دورې پورې اړه ولري. خو د دې سکې د دقیقې نېټې او اصلي سرچینې معلومول لا نورو تخصصي څېړنو ته اړتیا لري.

هاشمي ویلي چې دا سکه یوه کوچني ماشوم د برکې ولسوالۍ کې د څارویو د څرولو پر مهال موندلې ده. نوموړي د سکې د موندلو د دقیق ځای یا د ساتنې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې دا یوه د سپینو زرو سکه ده. پر یوه مخ یې د انسان د څېرې انځور او پر بل مخ یې د یوه بشپړ انسان تصویر له لرغونو لیکنو سره لیدل کېږي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې څو ځله د افغانستان د تاریخي او کلتوري اثارو پر ساتنې ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۸۰ کال کې د بامیانو د صلصال او شهمامې د بودا مجسمې، چې د افغانستان له مهمو تاریخي او کلتوري اثارو او د نړۍ له سترو ډبرو جوړو مجسمو څخه ګڼل کېدې، د هغه وخت د طالبانو د حکومت له خوا د ویجاړولو په عملیاتو کې له منځه یووړل شوې.

په وروستیو کلونو کې د بامیانو لرغونې سیمه او د بودا مجسمو تش ځایونه لا هم د افغانستان له مهمو کورنیو او بهرنیو سیاحتي ځایونو څخه شمېرل کېږي، او سیلانیان د دې تاریخي سیمې د لیدلو لپاره بامیانو ته سفر کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.