د ایران ملي فوټبال لوبډلې د سې شنبې په سهار، د غبرګولي ۲۶مه، د نیوزیلنډ پر وړاندې په یوه لوبه کې ۲–۲ مساوي وکړه.
دا لوبه د امریکا د لاس انجلس په لوبغالي کې ترسره شوه. د نیوزیلنډ لوبډلې د لومړۍ نیمایي په پیل کې د ایران پر وړاندې ګول وواهه، خو ایرانی لوبغاړو وروسته د مساوي ګول وواهه او لومړۍ نیمایي ۱–۱ پای ته ورسېده.
په دویمه نیمایي کې بیا نیوزیلنډ یو ځل بیا مخکې شو، خو په ۶۴مه دقیقه کې محمد محبي د ایران لپاره د مساوي ګول وواهه، او لوبه په ۲–۲ مساوي پای ته ورسېده.
د ایران ملي لوبډله په دې سیالیو کې د بلجیم، مصر او نیوزیلنډ له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.
په همدې ګروپ کې په بله لوبه کې مصر او بلجیم تېره شپه سره مخامخ شول، چې هغه لوبه هم ۱–۱ مساوي پای ته ورسېده.
په نورو لوبو کې سعودي عربستان له یوروګوای سره ۱–۱ مساوي شو، او د اسپانیا او کیپ ورد ترمنځ لوبه بې له ګوله مساوي پای ته ورسېده.
لیکواله:سلیمه آریایي








