د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، یوی شیاویونګ، د افغانستان اړوند مسایلو او سیمهییزو اندېښنو په اړه د خبرو لپاره پاکستان، ترکیې او افغانستان ته سفر کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي د جولای له ۳۰مې څخه د اګست تر ۸مې پورې په دغو هېوادونو کې له چارواکو سره لیدنې کړي دي. په ترکیه کې یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا له مسؤل چارواکي سره د ګډو اندېښنو په اړه خبرې کړي دي.
چین وايي، ځانګړي استازي په پاکستان او افغانستان کې له چارواکو سره د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او پراختیا پر لارو چارو هم خبرې کړي دي.
د چین دا سفر په داسې مهال ترسره شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له امنیتي او سیاسي کړکېچونو سره مخ دي.
په ورته وخت کې، پاکستان او ترکیې د خپلو دفاعي او امنیتي اړیکو د پراختیا لپاره ګډې هڅې زیاتې کړي دي، چې له امله یې د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو همغږي د سیمې په کچه د پام وړ ګرځېدلې ده.
لیکوال:سعید سمیر








