د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، وايي چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل د انقرې لپاره یو «لومړیتوب» دی.
اردوغان په خپله تازه مرکه کې له الجزیرې شبکې سره، چې د شنبې په ورځ (زمري ۲۴مه) خپره شوه، ویلي چې «د تنګي تړلی ساتل د هېچا په ګټه نه دي.»
اردوغان داسې مهال د هرمز تنګي پر بیا پرانیستلو ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې د هرمز تنګي پر سر د ایران او امریکا د چارواکو ترمنځ لفظي ترینګلتیاوې زیاتې شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه علني وینا کې وویل چې ایران ته څخه تر ماتې ورکولو وروسته به ډېر ژر د هرمز تنګی د امریکا قلمرو اعلان کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبآبادي د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د هرمز تنګی «ایراني و، دی او وي به.»
هغه په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا تنګی به یوازې د ایران په امر پرانیستل او تړل کېږي او په ټویټ او د الوتکې وړونکې بېړۍ په وسیله به د امریکا قلمرو نه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








