TOOSnews
اعلان
د دمشق په یوه کافه کې چاودنه؛ لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
نړۍټوس نیوز

د دمشق په یوه کافه کې چاودنه؛ لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دمشق ښار په مرکز کې په یوه ګڼه ګوڼه کافه کې د یوې بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د دمشق د عدلیې ماڼۍ ته نږدې په یوه کافه کې رامنځته شوې ده. د سوریې چارواکو ویلي چې په دغه ځای کې یو په لاس جوړ شوی بم ځای پر ځای شوی و. تر اوسه هېڅ شخص یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

له چاودنې وروسته، امنیتي او ژغورنې ځواکونه سیمه محاصره کړه او امبولانسونو ټپیان د ښار روغتونونو ته د درملنې لپاره ولېږدول.

د دمشق والي ماهر ادلبي ویلي چې دا برید د یوه يه لاس جوړ شوي بم په وسیله ترسره شوی دی. هغه زیاته کړه چې عاملین به مجازات شي او هر کله چې هېواد د ثبات پر لور روان شي، ځینې لوري هڅه کوي امنیت ګډوډ کړي.

عیني شاهدانو ویلي چې د چاودنې زور دومره و چې د شاوخوا ودانیو دیوالونه یې ولړزول. محمد الذهبي، چې د پېښې ځای ته نږدې د عینکو د پلورنځي خاوند دی، ویلي چې د چاودنې وروسته صحنې هغه ته د سوریې د کورنۍ جګړې کلونه ور په یاد کړل.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې حکومت، د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشار الاسد له لرې کېدو وروسته، لا هم له امنیتي ننګونو سره مخ دی.

که څه هم داعش په وروستیو کلونو کې کمزوری شوی، خو د سوریې، عراق او ځینو لوېدیځو هېوادونو چارواکي لا هم دغه ډله د سوریې د امنیت او د سیاسي بدلون د بهیر لپاره یو له مهمو ګواښونو ګڼي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.