د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سوریې د سفر پر مهال، د سېشنبې په ورځ د دمشق ښار یوه هوټل ته نږدې څو چاودېدونکي توکي وچاودېدل. د رویټرز خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنې د هغه هوټل په شاوخوا کې شوي، چې ټاکل شوې وه د فرانسې ولسمشر پکې مېشت شي.
له چاودنو وروسته امنیتي ځواکونو سیمې ته تلونکې لارې وتړلې او د سیمې په شاوخوا کې یې سخت امنیتي تدابیر ونیول. تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګژوبلې یا مالي زیانونو په اړه هېڅ راپور نه دی خپور شوی.
د رویټرز یو خبریال چې په سیمه کې حاضر و، ویلي چې د څو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. د سوریې چارواکو هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د چاودنو د لامل یا مسؤلینو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
امانویل مکرون د اروپایي ټولنې لومړنی مهم مشر دی چې د پخواني ولسمشر بشار الاسد له واکه د لرې کېدو وروسته دمشق ته سفر کوي.
له دې سفر سره هم مهاله، امانویل مکرون او د سوریې ولسمشر احمد شرع په دمشق کې سره وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








